یکشنبه, سپتمبر 13, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

پنځه لويې پروژې به د چین ـ سيلاک د ګډ برخلیک ټولنه وهڅوي

مې 15, 2025
in نړیوال خبرونه
0 0
د چین دولت رئیس شي جين پينګ د مې په ۱۳مه نېټه د چين او سيلاک (CELAC) يا لاتيني امريکا او کارابين هېوادونو اتحاد فورم د وزيرانو څلورمه غونډه کې ګډون او مهمه وینا کړې او د نړیوالې ټولنې پاملرنه يې راجلب کړې ده.
نوموړي ويلي، هېواد به یې له سيلاک يا  لاتيني امریکا او کرابین هېوادونو سره پنځه لویې پروژې ترسره کړي او د دواړو خواوو د ګډ برخلیک ټولنې جوړونه به وهڅوي.

شنونکي وايي، رئیس شي جين پینګ د چین او لاتیني امریکا او کرابين سيمې د اړیکو د ټينګښت لپاره د پرمختګ نقشه پنځولې او ستراتیژيکې لارښوونې یې کړې دي.

سږ کال د چين ـ  سيلاک فورم د جوړېدو لسمه کلیزه ده.

رئیس شي جين پينګ په تېرې يوې لسیزې کې لاتيني امريکا او کارابين سیمې ته ۶ ځلې سفرونه کړي او د دواړو خواوو د اړیکو د پرمختګ نقشه یې جوړه کړې ده. دواړو خواوو د کمربند او لارې د باکیفیته جوړونې په چوکاټ کې د بنسټیزو تاسیساتو د جوړونې څه باندې ۲۰۰ پروژې عملي کړي او میلیونونو خلکو ته يې کاري فرصتونه برابر کړي دي.

اوسمهال، بهرنی چاپېریال ډېر پیچلی او هر وخت بدلون مومي. د ګوتو په شمېر هېوادونه خپل هېواد ته لومړيتوب ورکوي او ځيني یې لوړې تعرفې لګوي او پر نورو هېوادونو ظلمونه او تېری کوي، چې له دغو کړنو څخه یې چین او لاتیني امریکا هم په امن نه دي.

د چین او سيلاک فورم د وزیرانو ياده غونډه د جرګې په څېر ځانګړی ارزښت لري او دواړو خواوو څواړخیز سوداګریز سیسټم ټينګ ساتلی دی.

په ياده غونډه کې د برازیل ولسمشر لولا، د کولمبیا ولسمشر پترو او د چلي ولسمشر بوریش په شمول ډېرو مشرانو برخه اخیستې او د دوی ګډون د دې ښکارندويي کوي، چې د لاتیني امریکا او کرابين هېوادونو اتحاد یادې غونډې ته جدي پاملرنه کوي.

پرنسا لاتیني اژانس باور ښودلی، چې دا غونډه به د چین او سيلاک ترمنځ د یووالي او خپلواکۍ پیاوړتیا وهڅوي او په ناثابت نړیوال وضعیت کې به څرګند پیغام ورسوي.

د چین او لاتیني امریکا د ګډ برخلیک ټولنې جوړونه به څنګه ترسره کېږي؟

 چین وايي، د لاتیني امریکا هېوادونو سره به د “اتحاد پروژه”، “پرمختګ پروژه”، “تمدن پروژه”، “سولې پروژه” او “خلکو پروژه” پیل کړي.

چين په يادو پروژو کې ولې د اتحاد پروژې ته لومړیتوب ورکړی؟

د اتحاد پروژه د چین او سيلاک د ګډ برخلیک ټولنې د جوړېدو په جریان کې د برياليتوبونو پر اساس رامنځته شوې ده.

شنونکي د چين د اتحاد پروژه د دواړو خواوو د اړیکو د ټینګښت ترڅنګ په نړیوالو ډګرونو کې د سراسري جنوب د اواز اوچتولو او د نړیوال عدالت د ساتلو لپاره ګټوره بولي.

د نړۍ ټول هېوادونه باید د یواړخیز تسلط پر وړاندې ودرېږي او د متقابل درناوي پر اساس باید یووالی وساتي.

چين د سيلاک هېوادونو سره د “پرمختګ پروژه”، ” تمدن پروژه”، “سولې پروژه” هم اعلان کړي، چې دا د دغه هېواد لخوا د وړاندې شوي د نړيوال پرمختګ وړاندیز، تمدن وړاندیز او امنیت وړاندیز سره سمون لري، خو په دې جمله کې بیا د پرمختګ پروژه ډېره د پاملرنې وړ ده.

د سيلاک هېوادونو سره د چين د تېر کال سوداګریز ارزښت ۵ ټریلیونو، ۱۸ میلیارډو او ۴۰۰ ميلیونو ډالرو ته رسېدلی، چې دغه شمېر د لس کاله پخوانۍ سوداګرۍ په نسبت سل سلنه زیاتوالی ښيي.

چین او د سيلاک هېوادونه به په راتلونکي کې د ستراتيژیکو پلانونو تبادلې زیاتې کړي، د کمربند او لارې باکیفیته جوړونه به وهڅوي او د بنسټیزو تاسیساتو، غلو دانو، انرژۍ او کاني تولیداتو په برخو کې به خپلمنځي همکاريو ته دوام ورکړي. د دې ترڅنګ، دواړه خواوې به د پاکې انرژۍ، پنځه جي مخابراتي ټکنالوژۍ، ډیجټلي اقتصاد او ځیراکتیا په شمول نویو برخو کې هم د همکاريو فرصتونه برابر کړي.

د کولمبیا ولسمشر ګوستاوو پيترو د مې په ۱۲مه نېټه يوه اعلاميه خپره کړې او د کمربند او لارې د ګډې جوړونې په وړاندیز کې يې د خپل هېواد ګډون تاييد کړی دی.

د ګولمبیا- چین د پانګونې او سوداګرۍ اجرایيوي مشر چاویس رسنيو ته ویلي، د چین او لاتیني امریکا د اغېزمنو همکاريو په رڼا کې به د کمربند او لارې ټولو ګډونوالو هېوادونو ته ګټې ورسېږي.

چين په تېرو لسو کلونو کې د سيلاک هېوادونو محصلینو ته د حکومتي سکالرشپ ورکولو او د کارپوهانو د روزنو په شمول ډېرو ژمنو ته د عمل جامه اچولې او یو لړ پروژې یې عملي کړې دي.

چین اوس نوي پلانونه اعلان کړي او په راتلونکو درېیو کلونو کې به د لاتیني امریکا هېوادونو ۳۵۰۰ محصلينو ته سکالرشپونه ورکړي او لس زره کسان به یې په چین کې مسلکي روزنې ترسره کړي. برسیره پر دې، چین د لاتیني امریکا  او کارابين سیمې د پنځو هېوادونو اتباعو ته له ویزې پرته دغه هېواد ته د سفر کولو تګلاره غوره کړې ده.

د چین او سيلاک ترمنځ اړیکې نوي پړاو ته ننوتلي او دواړه خواوې به د پنځو لویو پروژو په رڼا کې خپلمنځي همکارۍ لاژورې کړي، د سراسري جنوب یووالی او همکارۍ به وهڅوي او ترینګلې او متزلزلې نړۍ ته بهثبات ورسوي.

Share1Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

سپتمبر 12, 2026

تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

سپتمبر 12, 2026

افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

سپتمبر 12, 2026

ایران: په عمان کې به د هرمز تنګي د سوداګریز ټرانسپورټي مسير په اړه بحث وشي

سپتمبر 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In