یکشنبه, سپتمبر 13, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

په چين کې د سیلانۍ د ۱۵مې ملي ورځې هرکلی

مې 19, 2025
in نړیوال خبرونه
0 0

د مې ۱۹مه په چين کې د سيلانۍ ملي ورځ ده. د دې ورځې په درشل کې د چين په مختلفو ځايونو کې رنګا رنګ په زړه پورې فعاليتونه او سيلانيانو ته د اسانتياوو د برابرولو په پار ډول ډول اقدامات ترسره کېږي.

د چين د سيلانۍ د سږني ملي ورځې منځپانګه پر دې سرليک ”د ښکليو غرونو او سيندونو ښايسته سيلونه“ ورټوله ده.

په چين کې په لومړي ځل د ۲۰۱۱م کال د مې په ۱۹مه نېټه د سيلانۍ ملي ورځ ولمانځل شوه او له همغه وخت راهيسې هر کال په همدې نېټې ياده ورځ لمانځل کېږي.

د چين سيلانيزو چارو له تېرو ۱۵ کلونو راهيسې چټک پرمختګ موندلی او د لګښتونو داسې هڅونه یې شوې، چې د اقتصادي پرمختګ محرکه قوه او استحکام یې ترې څرګندېږي او د زياتو سيمو د پرمختيايي موډل بدلون يې پرمخ تللی دی.

د چين په لر او بر کې د روان کال د سیلانۍ ملي ورځې په مناسبت مياشتني فعاليتونه د اپريل په ۲۱مې نېټې پيل شوي، چې د مې تر ۳۱مې نېټې پورې به دوام ولري، په دغو فعاليتونو کې د خوړو، استوګنې، سفر، سیلانۍ، سودا، ساعتېرۍ او زده کړو په شمول مختلفې برخې شاملې دي او په ياده موده کې به خلکو ته د اسانتياوو د برابرولو په پار کابو ۶ زره اقدامات او تدبيرونه پلي شي.  د مثال په توګه، په ياده موده کې د چين په مختلفو ځايونو کې د ځانګړو خوړو نندارې او د خوندورو خوړو فيسټېوالونه جوړېږي؛ د دغه هېواد د کلتور او سيلانۍ وزارت د ريل پټلۍ له ملي ګروپ سره په ګډې همکارۍ په ۲۰۲۵م  کال کې د سيلانۍ ۲ زره ځانګړي اورګاډي ترتيبوي او د کوپون په برابرولو سره د لا زياتو خلکو د سیلانۍ او ګرځېدو هڅونه کوي.

چين ته د راتلونکي سياحت تبليغاتي فعاليتونه هم د سيلانۍ د سږني ملي ورځې يوه مهمه برخه ده.

د چين د کلتور او سيلانۍ وزارت به له اړوندو ادارو سره دغه هېواد ته د تګ لپاره بهرنيو سيلانيانو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي، لا غوره سيلانيز پروګرامونه او توليدات به ورته چمتو کړي، په ټولې نړۍ کې به د هېواد د ”سلام چين! “د سيلانۍ هڅوونکي فعاليتونه ترسره کړي او کورنيو سيلانيزو چارو ته به دواملرونکی پرمختګ ورکړي.

له تېر کال راهيسې په ټولې نړۍ کې ”چين ته سفر“ پر موضوع پر له پسې بحثونه کېږي او له تصور ډېر سيلانيان  دغه هېواد ته ورمات شوي دي. ډېرو بهرنيانو چين ته د خپلو سفرونو ستاينه کړې، دغه هېواد يې خوښ شوی او ښکلې خاطرې يې ترې وړې دي.

د چين سي ټريپ ”CTRIP“ پر خپلې وېبپاڼې يو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د کارګرو سږنۍ نړيوالې ورځې د رخصتيو په موده کې چين ته د بهرنيو سيلانيانو د سفرونو سپارښتنې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۳۰ سلنه زياتوالی ښيي او شانګهای، شېنجن، ګوانګجو، بېجينګ، چنګدو، چونګ چينګ، هانګجو، جوهای، شي ان او چينګداو د بهرنيو سيلانيانو تر ټولو ډېر د هرکلي وړ ښارونه ګرځېدلي دي.

دغه راز ښکلې طبيعي منظرې، ارزښتناک تاريخي اثار، په زړه پورې کلتوري تجربې، ښکلی ملکي ژوند او پرمختللي ټکنالوژۍ په چين کې د بهرنيانو مهم سيلانيز محتويات دي.

برسېره پر دې، له ويزې او تعرفې په معافيت سره مخ په زياتېدونکي بهرني سيلانيان د سودا لپاره شانګهای او يي وو ته ځي او د دوی په منځ کې اوس ”په چين کې د اوونيزې رخصتۍ تېرول“ ګرمه موضوع ګرځېدلې ده.

د چين د سيلانيزو چارو څېړنيز انسټيټوټ څېړونکي يانګ جين سونګ په دې اند دی، چې دغه هېواد ته د بهرنيانو راتلونکي سفرونه ”د دوو لوريو پرمختګ“ په حال کې دي. چين ته د بهرنيو سيلانيانو سفري موخې د لومړۍ کرښې له ښارونو نه د دوهمې او درېيمې کچې ښارونو ته غځېدلي او د بهرنيو سيلانيانو سرچېنې له اروپا او امريکا نه نويو سمسورو هېوادونو او په ځانګړې توګه د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ اړوندو هېوادونو ته پراخې شوې دي.

د چين د کلتور او سيلانۍ وزارت څو ورځې دمخه د ۲۰۲۵م کال د لومړۍ ربعې د سیلانۍ او سفر شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې په دغه موده کې د چينايانو کورني سفرونه ۱.۷۹۴ ميليارډو ځلو ته رسېدلي، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ۳۷۵ ميليونو ځلو په زياتېدو سره ۲۶.۴ سلنه زياتوالی مومي.

د روان کال په لومړۍ ربعې کې د چينايانو سيلانيز لګښت له ۱.۸ ټريليونو نه اوښتی، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ۲۸۰ ميليارډو يوانو په زياتېدو سره ۱۸.۶ سلنه زياتوالی ښيي.

دغه راز چين په ټوله نړۍ کې د کورنۍ سيلانۍ تر ټولو لوی بازار ګرځیدلی او د پرمختګ ستر بالقوه توان یې خپل کړی دی.

Share1Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

سپتمبر 12, 2026

تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

سپتمبر 12, 2026

افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

سپتمبر 12, 2026

ایران: په عمان کې به د هرمز تنګي د سوداګریز ټرانسپورټي مسير په اړه بحث وشي

سپتمبر 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In