جمعه, سپتمبر 11, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

    د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

    د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

نړۍ باید له مصنوعي ځيرکتيا ګټې پورته او خطرونه له منځه يوسي

فبروري 13, 2025
in نړیوال خبرونه
0 0

مصنوعي ځيرکتيا په اوسنۍ نړۍ کې تر ټولو ګرمه او د پام وړ موضوع ده او بېلا بېلو هېوادونو په دې وروستيو کې د مصنوعي ځيرکتيا د تخنيکونو د پرمختګ په برخه کې هڅې پيل کړې دي.

د چين ډيپسيک شرکت (DeepSeek) تېره مياشت د (DeepSeek-R1) په نوم لوی ځيرک ماډل نړۍ ته وړاندې کړ او د نړیوالو پاملرنه یې راجلب کړې ده.

په دې وروستيو کې د فرانسې په پلازمېنې پاريس کې د مصنوعي ځيرکتيا د عمل سرمشريزه ترسره شوه، چې د نړيوالې ټولنې پاملرنه يې راجلبه کړې ده. په دغې سرمشريزې کې د شاوخوا ۳۰ هېوادونو مشرانو او استازو او د نړیوالو سازمانونو مسئولينو ګډون کړی و  او په بېلابېلو برخو کې يې د مصنوعي ځيرکتيا د کارولو پلان په اړه سلامشورې کړې دي.

د يادې سرمشريزې ګډونوالو  د مصنوعي ځيرکتيا لپاره د ثابت او پرانيستي چاپېريال د جوړولو په اړه بحثونه کړي او د مصنوعي ځيرکتيا د نړيوالې ادارې په باب يې خبرې کړې دي.

له يادې سرمشریزې وروسته، د فرانسې، چين او هند په شمول ۶۱ هېوادونو « د ټولشموله او تلپاتې مصنوعي ځيرکتيا د پرمختګ له لارې انسانانو او ځمکنۍ کرې ته د ګټو رسولو اعلاميه » خپره کړې او ژمنې يې کړي،‌ چې دغه تخنیک ته به پرانيستی، ټولشموله او  د اخلاقي اصولو مطابق پرمختګ ورکړي.

د خلکو په نظر، مصنوعي ځيرکتيا د څلورمې دورې د صنعتي انقلاب د تخنيکي څپې په سر کې ځای لري او لوی سوداګريز فرصتونه او ارزښتونه به رامنځته کړي، خو په ورته وخت کې يې د ځينو اندېښنې هم زياتې کړې دي. د ساري په توګه، د مصنوعي ځيرکتيا په کارولو سره به زيات جعلي معلومات رامنځته او پراخ شي، د مصنوعي ځيرکتيا تېروتنې به سختې امنيتې پېښې او اقتصادي زيانونه راپورته کړي، د مصنوعي ځيرکتيا په پوځي کېدو سره به دوديزو شخړو ته بدلونونه ورکړي او د جغرافيايي سياست لپاره به د سيالۍ وسيله وګرځي.

فوربس مجلې(Forbes) وړاندوينه کړې، چې ښايي په روان ۲۰۲۵م کال کې نړۍ کې د مصنوعي ځيرکتيا لومړنۍ امنيتي پېښه رامنځته شي.

د مصنوعي ځيرکتیا نړیواله اداره ډېره مهمه او کليدي مسئله ده.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ځانګړي استازي او مرستيال صدراعظم جانګ ګوه چينګ په پاريس کې د مصنوعي ځيرکتيا د عمل سرمشريزې ته په وينا کې ويلي، چې هېواد به یې په لوړې مسئولانه سويې د مصنوعي ځيرکتيا په نړيوالې ادارې کې ګډون ولري او د بېلا بېلو خواوو هرکلی يې کړی، چې چين ته ولاړ شي او د ۲۰۲۵م کال د مصنوعي ځيرکتيا په نړيواله غونډه کې ګډون وکړي.

تخنيک بايد د هېواد په پولو کې بند نه شي. د انسانانو د پرمختګ تاريخ ته په کتو، د هر تخنيک نوښت او پرمختګ نړيوالو تبادلو او همکاریو ته اړتيا لري، خو اوسمهال د مصنوعي ځيرکتيا په برخه کې منفي تمايل په رامنځته کېدو دی. ځيني لوېديځ هېوادونه غواړي د مصنوعي ځيرکتيا له لارې خپل تسلط او زورواکي وساتي. دوی د مصنوعي‌ ځيرکتيا د اړوندو چيپونو صادرول کنټرولوي او د نورو هېوادونو پر مخکښو توليداتو بندیزونه لګوي او هم یې د پاريس د مصنوعي ځيرکتيا د عمل سرمشريزې د ګډې اعلاميې لاسليک رد کړی دی. د لوېديځو هېوادونو يادې کړنې د نوښت له روحيې سره ټکر لري او نړيوال تخنيکي پرمختګ ته زيانونه رسوي.

چين وايي، د تختيک پرمختګ باید نړيوالو ته ګټې ورسوي او خپلې تجربې به له نړۍ سره شريکې کړي.

د پاکستان اوبسرور ورځپاڼې (Pakistan Observer) څو ورځې مخکې په یوې مقالې کې ويلي و، چې چين د مصنوعي ځيرکتيا په چټک پرمختګ کې مهم رول لوبوي او له مخ پر ودې هېوادونو سره به ډېرې مرستې وکړي.

په نړۍ کې د مصنوعي ځيرکتيا څپه په چټکۍ روانه ده، نو هېوادونه څنګه کولی شي، چې له دغې څپې څخه ګټې پورته او خطرونه له منځه یوسي؟ دا د ټولو هېوادونو لپاره يوه ګډه مسئله ده.

چين نړۍ ته خپل پلان « د مصنوعي ځيرکتيا د نړيوالې ادارې وړاندیز » وړاندې کړی او نظرونه يې د غور وړ دي او نړۍ ترې ګټه پورته کولی شي.

Share4Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2
The Algerian Foreign Ministry headquarters is seen in Algiers, Algeria on May 5, 2026, following Algeria's decision on September 10, 2026, to sever diplomatic relations with the United Arab Emirates after exhausting all avenues to preserve bilateral ties, as stated in a communique from the Ministry of Foreign Affairs. Photo by Billel Bensalem/APP/ABACAPRESS.COM

الجزاير له عربي متحده اماراتو سره ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړې

سپتمبر 11, 2026
A worker installs a CCTV camera beside a BRICS summit banner bearing an image of Indian Prime Minister Narendra Modi in front of Bharat Mandapam, the venue for the summit, in New Delhi, India, Thursday, Sept. 10, 2026. (AP Photo/Manish Swarup)

شي جين پينګ به د برېکس هېوادونو د مشرانو په ۱۸مه غونډه کې د ګډون لپاره هند ته لاړ شي

سپتمبر 11, 2026
NEW DELHI, INDIA - SEPTEMBER 9: PWD workers carry out preparations and beautification work near Bharat Mandapam ahead of the upcoming BRICS Summit on September 9, 2026 in New Delhi, India. (Photo by Sanjeev Verma/Hindustan Times via Getty Images)

سروې: برېکس د نړيوالې حکومتولۍ لپاره رغنده پيغام ورکوي

سپتمبر 11, 2026

«بېجینګ ورځ» فعالیت؛ د تړونونو ارزښت پکې له ۴۴ میلیارد یوانو واوښت

سپتمبر 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In