د چین د دولتي شورا د ګمرکي تعرفو د مقرراتو کمیټې د اپرېل په ۹مه د یوې بیانیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د واشنګټن د اپرېل په اتمه نېټه د چین پر ټولو تولیداتو ۵۰ سلنه تعرفې اضافې کړې نو ځکه دوی هم په ځواب کې د همدې میاشتې له نهمې نېټې د امریکا پر تولیداتو ۵۰ سلنه تعرفه اعمالوي.
په دغه اعلامیه کې د واشنګټن له خوا پيل شوې د تعرفو جګړه غندل شوې او دا کار يې د واشنګټن یوه ستره تېروتنه او د چین مشروع ګټو پرضد اقدام بللی او ویلي يې دي چې د اصولو مطابق څواړخيز نړیوال سوداګريز سيسټم ته ډېر زيانونه رسولي دي.
مختلف هېوادونه او مشهورو اقتصاد پوهانو په ځلونو امریکا ته توصیه کړې چې د دوی له خوا پيل شوې د تعرفو جګړه ګټونکی نه لري، بلکې معکوسه نتیجه به ولري، په دې معنا چې تر ټولو ډېر زیان به امریکا وویني.
دا یوازې چین نه دی چې د امریکا د تعرفو زیاتولو په مقابل کې غبرګون او په ځوابي اقدام لاس پورې کوي، بلکې اروپايي ټولنې غړو هېوادونو، کاناډا، مکسیکو او ګڼ شمېر نورو هېوادونو هم ځوابي اقدامات کړي او يا يې د کولو ګواښ کړی دی.
د اپرېل په ۹مه د سویس په جنوا کې د تجارت نړیوال سازمان د مالونو د تجارت شورا لومړنۍ کلنۍ غونډه کې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو، بریتانیا او کاناډا په شمول د نړۍ ۴۶هېوادونو استازو په یوه خوله د امریکا له خوا د نورو هېوادونو پر مالونو د تعرفو زیاتېدو پالیسي وغندله او دا يې د سوداګرۍ نړیوال سازمان له مقراتو سرغړونه وبلله.
د امریکا د تعرفو زیاتولو پالیسي د دغه هېواد په داخل کې هم له سختو مخالفتونو سره مخ شوې او خلکو په مختلفو ښارونو کې د حکومت د دې اقدام پرضد لاریونونه کړي دي.
د یادو تعرفو په زیاتولو سره د امریکا په بازار کې د بهرنیو توکو بيې ډېرې لوړې شوې او عام خلک شکایت کوي چې د تعرفو زیان دوی ته رسېږي.
د امریکايي رسنیو د معلوماتو له مخې چې د حکومت له خوا د بهرنیو تولیداتو پر وارداتو د تعرفو زیاتېدو له امله ډېری خلکو دندې له لاسه ورکړې او د بي کارۍ کچه زیاته شوې ده.
د دغه هېواد د ماليې پخوانی وزیر او د هارورډ پوهنتون د اقتصاد استاد پروفیسور لارنس سمرز هم د امریکا د حکومت د تعرفو پر نوې پالیسۍ نیوکه کړې او دا کار يې د امریکا پر زیان بللی دی.
هغه د اپرېل په اتمه نېټه په یوه مرکه کې ویلي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت له خوا د وضع شویو اضافي تعرفو له امله به شاوخوا دوه میلیون امریکایان دندې له لاسه ورکړي او د دغه هېواد اقتصاد به کمزوری شي.
ده دغه راز ویلي چې د امریکا هره کورنۍ به لږ تر لږه پنځه زره ډالر زیان وکړي.
امریکا د تعرفو په اضافه کولو سره څه غواړي؟
اقتصاد پوهان وايي، امریکا له ډېر وخت راهیسې د نړۍ تر ټولو لوی اقتصاد په توګه د نړۍ د داخلي ناخالص تولید یا «جي ډي پي» ډېره برخه ځانته اختصاص کړې او د دغه هېواد پولي واحد یعنې ډالر هم د بین المللي ذخیزې اصلي ارز په توګه د نړۍ د ارزي ذخایرو ډېره برخه جوړوي.
نو دغه هېواد له همدې فرصتونو په استفادې د نړۍ یو لوی اقتصادي قدرت ګرځېدلی او په حقیقت کې له خپل دې مقامه ښه راضي هم دی، خو د نورو هېوادونو په ځانګړې توګه جنوبي نړۍ د مخ پروده هېوادونو چټک اقتصادي پرمختګ امریکا وار خطاکړې او وېره لري چې خپله اقتصادي برتري له لاسه ور نه کړي نو ځکه لالهانده ده او کله د تعرفو جګړو ته مخه کړي، کله خپل رقیبان په بېلا بېلو نومونو تورنوي او بندیزونه ورباندې لګوي.
د کار پوهانو په اند امریکا اوس د تعرفو جګړې له لارې درې موخې تعقیبوي، لومړی دا چې له دې لارې د لا ډېرو ګټو ترلاسه کولو په لټه کې ده، دویم دا چې د دغه هېواد د داخلي ستونزو څخه د عمومي افکارو منحرفول او درېیم دا چې د نورو هېوادونو د پرمختګ بهیر په ګنټرولولو سره د خپلې اقتصادي برترۍ ساتل غواړي.
نتیجه:
د نړۍ تاریخ او عیني وضعیت ته په کتو سره تجارتي جګړه نه یوازې د هېچا په ګټه نه ده، بلکې اصلي زیان يې سترو اقتصادي قدرتونو په ځانګړې توګه امریکا ته متوجه دی، ځکه دغه هېواد له ټولې نړۍ سره تجارتي معاملې او راکړې ورکړې لري نو طبیعي ده چې د دوی لپاره به تجارتي جګړه معکوسه نتیجه ولري او خپل اقتصاد به تر نورو ډېر خراب کړي.
دا چې د امریکا د حکومت له خوا د تعرفو د وروستیو پالیسو له پيلېدو وروسته نه یوازې دوی خپل بهرني دوستان پر ځان شکمن کړي، بلکې په داخل کې يې هم زیات اعتراضونه راپورته کړي چې دې ټولو ته په پام سره ویلای شوو چې که دغه وضعیت دوام وکړي نو لرې نه ده چې امریکا به له یوې خوا په نړیواله کچه منزوي شي او له بلې خوا به يې په داخل کې هم د اعتراضاتو لړۍ زوروره شي.
هېره دې نه وي چې امریکا کې نژادي او توکمیز توپيرونه د بل هر هېواد په پرتله زیات دي نو سره له دې چې د دغه هېواد واکمنانو د لږکیو د اعتراضونو د غلي کولو لپاره سخته پالیسي اعمال کړې خو له دې ټولو سره سره که لږکي په ځانګړې توګه تور پوستان او رنګین پوستان فرصت پيدا کړي نو د خپل غږ اوچتولو لپاره به اقدام وکړي او هغه وخت به يې کنټرول د امریکا د حکومت له وسه بهر شي.