د امریکا د ملي ګارد غړې ساره بېکستروم چې وړمه ورځ په واشنګټن ډيسي کې په ډزو کې ټپې شوې وه، مړه شوې ده. په دغه برید کې د امریکا د ملي ګارډ یو بل غړی هم ټپي شوی و چې د هغه وضعیت هم نازک ښودل شوی دی. د امریکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ دغه پېښه ترهګریزه بللې وه او امریکا کې یې د ټولو کډوالو د قضیو د بیا کتنې غوښتنه کړې ده. ساره بېکستروم د تېرې چهارشنبې په ورځ د امریکا د ملي ګارد له یوه بل غړي سره سپينې ماڼۍ ته نږدې د یو افغان بربدګر لهخوا په ډزو کې ټپې شوې وه.



































