په هانککانګ کې د پراخې اورلګېدنې له امله د مړو شمېر ۹۴ ته لوړ شوی او لسګونه نور لا هم تري تم دي. ورته مهال هانکانګي چارواکو ویلي، ښایي د لټون او ژغورنې عملیات نور پای ته ورسېږي. د اور وژنې ادارې ویلي، چې اور وړمه ورځ له غرمې وروسته د «وانګ فوک کورټ» په ۳۱ پوړیزه ودانۍ کې بل شو. دغه لوړې ودانۍ شاوخوا ۲زره اپارتمانونه لري، چې د پراخې اورلګېدنې له امله یې د ژغورنې عملیات ستونزمن شوي وو. ځایي چارواکو ویلي، چې په مړو شویو کسانو کې اور وژونکي هم شامل دي.



































