د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان زوی قیسم خان ويلي، چې پلار یې له تېرو شپږو اونیو راهیسې په یوازیتوب او د مرګ په سزا محکوم دی. نوموړي پر خپل ایکسپاڼه لیکلي، هېڅ داسې شواهد نشته چې پلار دې یې ژوندی وي. نوموړي ویلي، چې د هغه د کورنۍ غړو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې له پلار سره یې وګوري یا حتی ټلیفون وکړي. قسیم خان ويلي چې د پاکستان حکومت له قانوني، اخلاقي او د نړۍوالو معیارونو له مخې د عمران خان د امنیت د خونديتوب بشپړ مسوولیت لري. هغه له نړۍوالې ټولنې او د بشري حقونو له نړۍوالو سازمانونو غوښتي چې په دې موضوع کې ژر ترژره مداخله وکړي.



































