د ترکیې د بوسفور تنګي ته نږدې، د تور سمندرګي په اوبو کې پر دوو روسي ټانکرونو د چاودنې له امله اور اخیستی دی. ترکي چارواکو ویلي، چې دغه ټانکرونه له مصر څخه روسیې ته روان وو چې چاودنې پکې رامنځته شوې، خو د دواړو ټانکرونو عمله په خوندي ډول ژغورل شوې ده. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه ټانکرونه د روسیې له هغو کښتیو څخه دي چې په ۲۰۲۲ کال کې د اوکراین پر وړاندې د مسکو د برید له امله پرې بندیزونه لګېدلي دي. په راپور کې راغلي، چې تر دې وړاندې هم په تور سمندرګي کې یو شمېر کښتۍ د ماینونو له چاودنو سره مخ شوې دي.



































