د ونزویلا د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې چې د دې هېواد د هوايي حریم د بشپړ تړلو غوښتنه یې کړې وه، په سختو ټکو غندلې دي او هغه یې «استعماري او تېری کوونکی ګواښ» بللی دی. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټولنیزو شبکو کې ویلي دي، چې د ونزویلا هوایي حریم او شاوخوا سیمې باید د نشهیي توکو او انساني قاچاق د مخنیوي لپاره تړل شوي وګڼل شي. په ورته مهال د ایران د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د ولسمشر لهخوا د ونزویلا د هوايي حریم د تړل کېدو اعلان د نړۍوالو قوانینو څرګنده سرغړونه بللې او ټینګار یې کړی، چې دا پرېکړه د نړۍوالې هوانوردۍ د امنیت او خونديتوب لپاره بېساری ګواښ دی.



































