رویټرز راپور ورکړی، چې د اندونیزیا په سوماترا ولایت کې د سېلابونو او ځمکښویېدنو له کبله د قربانیانو شمېر ۳۰۳ کسانو ته رسېدلی دی. په راپور راغلي چې لا هم ۲۷۹ کسان تري تم دي او شاوخوا ۸۰ زره کسان خوندي سیمو ته لېږدول شوي. د راپور له مخې، مرستندویه ځواکونه د دې سیمې شمالي سیمو ته چې ډېرې ځپل شوې، په چورلکو کې بشري مرستې لېږي. د راپور له مخې، په تایلنډ کې هم د سېلابونو په پایله کې د مړو شمېر ۱۴۵ ته لوړ شوی دی. سېلابونو ډېر ویجاړی او مرګژوبله د دغه هېواد په ختیځ کې اړولې ده.



































