د اندونیزیا د ملي ناورینونو د مدیریت ادارې ویلي، چې په دغه هېواد کې د سېلابونو او ځمکښوېیدنې له امله د مړو شمېر ۴۴۲ تنو ته لوړ شوی دی. د راپور له مخې د دې سربېره د اندونیزیا په درې ولایتونو ختیځ سوماترا، لویدیځ سوماترا او اچې ولایتونو کې له ۴۰۰ زیات کسان لادرکه دي. دغو سېلابونو د سوماترا ټاپو سخته ځپلې او زرګونه خلک له لومړنیو اړتیاوو پرته بند پاتې دي. ورته مهال په سریلانکا کې هم د وروستیو سېلابونو له امله تراوسه ۱۹۳ تنه مړه شوي او ۲۲۸ نور لادرکه دي. د راپورونو له مخې، دغو سېلابونو په سریلانکا کې له ۲۵ زرو زیات کورنه ویجاړ کړي، شاوخوا ۱۴۷ زره خلک یې بېځایه کړي او له همدې امله په پلازمینه کولمبو کې بېړنی حالت اعلان شوی.



































