د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش پرون د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د بودیجې کمېټې ته په رسمي وړاندیز کې ویلي، چې غواړي د ۲۰۲۶کال اساسي بودیجه د ۵۷۷ میلیونه ډالرو په اندازه کمه کړي. سرچینې ویلي ګوترېش هڅه کوي، چې د لګښتونو د راکمولو او د موثریت لوړولو لارې پیدا کړي، په داسې حال کې چې م.م سږکال د خپلې ۸۰مې کلیزې په درشل کې له مالي کړکېچ سره مخ دي او د دې ستونزې لویه برخه د امریکا د نه ورکړل شویو پیسو له امله رامنځته شوې ده. ګوټرېش د ۲۰۲۶کال لپاره د ۳،۲۳۸ میلیارده ډالرو اساسي بودیجه وړاندیز کړه، چې د روان کال په پرتله ۱۵سلنه کموالی ښيي.



































