د خوړو نړۍوال پروګرام (ډبیلو ایف پي) خبر ورکړی، چې له سټاربکس سره یې په ګډه یو کمپاین پیل کړی، څو د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د ښونځیو زده کوونکو لپاره د خوړو پروګرامونه لا پیاوړي کړي. دغه کمپاین به د ۲۰۲۵کال د ډسمبر له ۲مې څخه د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ تر ۱۳مې پورې په ټاکلو سټاربکس څانګو کې روان وي. د هر مناسب پېر په بدل کې به سټاربکس د خوړو نړۍوال پروګرام سره مرسته وکړي. یاد سازمان زیاته کړې، چې د دغه کمپاین له لارې به تر ۱۲میلیونو پورې د ښوونځیو زده کوونکو ته خواړه چمتو شي او د دغو مرستو وروستۍ اندازه درې میلیونه ډالر ټاکل شوې ده.



































