د قطر بهرنیو چارو وزارت ویلي، هیله لري چې حماس او اسرائیل ډېر ژر د مذاکراتو بل پړاو پیل کړي. د یاد وزارت ویاند ماجد الانصاري پرون په یوه بیان کې ویلي چې هېواد یې هیله لري حماس او اسرائیل وکړای شي د فلسطین په خاوره کې د سولې تړون د دوام لپاره د خبرو اترو نوي پړاو ته داخل شي. ماجد الانصاري زیاته کړې چې په دغه پړاو کې به د حماس جنګیالي چې لا هم د غزې په تونلونو کې د اسرائیل تر کنټرول لاندې دي، خبرې وشي. قطر داسې مهال اسرائیل او حماس بل پړاو مذاکراتو ته هڅوي چې د غزې حکومت رسنیز دفتر راپور ورکړی چې اسرائیل د اکتوبر له ۱۰ تر ۲۹، لږ تر لږه ۵۹۱ وارې له شوي اوربنده سرغړونه کړې ده.



































