د راپورونو له مخې په جاپان کې تیره شپه ناوخته یوه زوروره زلزله شوې، چې په لومړنیو شېبو کې یې لږ تر لږه ۳۰ کسان ټپیان کړي دي. راپورونه وایي لږ تر لږه ۹۰ زره کسان هم له خپلو کورونو ایستل شوي. د زلزلې شدت د ریکتر په کچه ۷.۵ درجې بلل شوی چې د جاپان شمال ختیځ سواحلي سیمې یې لړزولې دي. د جاپان د مترولوژۍ ادارې تر دې زلزلې وروسته خبرداری ورکړی چې ښايي د دغه هېواد شمال ختیځ کې د سمندر اوبه شاوخوا دری متره راپورته او ساحلي سیمې اغیزمنې کړي. جاپان د نړۍ یو له هغو هېوادونو دی چې ډیرې زلزلې پکې کېږي.



































