د امریکا د کنټاکي ایالت د یوه دولتي پوهنتون مخې ته د ډزو په پېښه کې یو کس وژل شوی او یو بل سخت ټپي دی. پولیسو ویلي یې دې چې د پېښې په تړاو یو کس نیول شوی دی. نیویارک ټایمز ورځپاڼې د پوهنتون د ویاند په حواله راپور ورکړی، چې نیول شوی کس زدهکړیال نهدی؛ خو دواړه قربانيان زدهکړیالان وو او پېښه د پوهنتون د لیلیې بهر شوې ده.



































