د امریکا د کورني امنیت وزارت خبر ورکړی، چې په تېرو ۳۶۵ ورځو کې له دې هېواد څخه شاوخوا ۶۰۰زره ناقانونه کډوال اېستل شوي دي. د مالوماتو له مخې، نږدې ۱،۹ میلیونه نور کډوال په خپله خوښه له امریکا وتلي دي، چې په ټولییز ډول یې شمېر له ۲،۵ میلیون کسانو څخه اوښتی دی. یاد وزارت دغه وضعیت یو ستر او تاریخي پرمختګ بللی او وایي، چې دا بهیر لا هم په پراخه کچه دوام لري. له هغې راهیسي چې ټرمپ بیا ځلي واک ته رسېدلی، د کډوالو پروړاندې د امریکا دریځ ډیر سخت شوی دی.



































