د راپورونو له مخې د امریکا د رود ایلند ایالت د پراوېډنس ښار په براون پوهنتون کې تېره شپه د شویو ډزو له امله ۲ کسان وژل شوي او ۸ نور ټپيان شوي دي. لا تر اوسه د بریدګرو شمېر او د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېر لا معلوم نهدی. د براون پوهنتون په خپلې اېکسپاڼه لیکلي، چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي، خو روغتیايي وضعیت یې نازک دی.



































