فرانس پریس راپور ورکړی، چې د امریکا کانګرس پر سوریې هغه بندیزونه په دایمي بڼه لغو کړل چې د پرزول شوي ولسمشر بشارلاسد د واکمنۍ پر مهال پرې لګول شوي وو. په راپور کې راغلي، چې جنګ ځپلې سوریه کې د پانګونې زمینه برابره شوې ده. تر دې وړاندې دوه ځله د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سعودي عربستان او ترکیې په غوښتنه دغه بندیزونه ځنډولي وو. سعودي او ترکیه د سوریې د نوي ولسمشر احمد الشرع، چې پخوانی جهادي دی، سیمه ییز ملاتړي دي. د سوریې ولسمشر احمد الشرع خپله هم تر دې وړاندې پر سوریې د بندیزونو د دایمي لرې کولو غوښتنه کړې وه.



































