اندونیزیا کې د یوه بس د چپه کېدو له امله ۱۵ تنه مړه شوي دي. د راپورونو له مخې، دغه پېښه تېره شپه د اندونیزیا په جاوه ټاپو کې شوې ده. اندونیزیايي چارواکو ویلي، په دغه بس کې ۳۴ کسان سپاره وو چې پر سړک له موانع سره تر لګېدو وروسته چپه شوی دی.چارواکو ویلي، یاد بس د دغه هېواد له پلازمېنې جاکارتا لرغوني سلطنتي یوګیاکارتا ښار ته روان و چې چپه شوی دی.



































