د ترکیې د کورنیو چارو وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې تایید کړې، چې د لیبیا د پوځ لوی درستیز محمد علياحمد الحداد د الوتکې ټوټې انقرې ته نږدې موندل شوې دي. د لیبیا د ولسمشرۍ شورا هم تایید کړه، چې الحداد له یو شمېر نورو لوړپوړو نظامي چارواکو سره یو ځای وژل شوی دی. د ترکیې د کورنیو چارو وزیر ویلي، الوتکې د انقرې د حیمانا سیمې په فضا کې د الوتنې پر مهال شاوخوا ۴۰ دقیقې وروسته د بېړنۍ ناستې غوښتنه وکړه، خو له هغې وروسته یې د راډیو اړیکه پرې شوه. د لیبیا لومړي وزیر پر اېکس پاڼه په خپره کړې خبر پاڼه کې د دې پېښې له امله د خپل هېواد د پوځ د لوی درستیز پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې ده.



































