رویټرز راپور ورکړی، چې د روسیې په جنوبي بندر تیمریوک کې د تیلو دوه ټانکرونو اور اخیستی دی. د راپور له مخې د کراسنوډر په سیمه کې د نننۍ اورلګېدنې لامل چارواکو د اوکراین د بې پيلوټه الوتکو برید بللی دی. رویټرز لیکلي چې د اور لمبو شاوخوا دوه زره متر مربع ځمکه نیولې وه. په پیښه کې د سر د احتمالي زیان په اړه څه نه دي ویل شوي. دا د روسیې او اکراین ترمنځ د تاوتریخوالي تر ټولو تازه پیښه ده، هغه جګړه چې اوسمهال یې پای ته رسېدو ته نړیوالې هڅې ډېرې ګړندۍ شوي دي.



































