د هند په سوېل کې د چیتردورګا ولسوالۍ په ګورلاتو سیمه کې په یوه مسافر وړونکي بس د اورلګېدنې له امله ۹ تنه مړه شوي او ۲۱ نور ټپیان دي. هندي چارواکي وایي، پېښه وروسته له هغه چې یو باروړونکی موټر له یاد مسافر وړونکي بس سره ټکر وکړ، رامنځته شوه. په راپور کې راغلي، دغه بس کې ۳۲ مسافر سپاره وو چې د ټکر له امله بس اور اخیستی او ډېری مړه شوي کسان د موټر دننه ژوندي سوځېدلي دي. د یادې پېښې ځیني ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او ښايي د قربانیانو شمېر لا زیات شي.



































