د راپورونو له مخې د امریکا ولسمشر د اسراییل له لومړي وزیر سره په ګډه خبري غونډه کې د ایران د اټومي پروګرام د بیارغونې په تړاو د تهران د هڅو په اړه خبرداری ورکړ، چې د ایران پر تاسیساتو د امریکا بل برید به د ۱۲ ورځنۍ جګړې پرتله ډېر شدید وي. بلخوا د ایران د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز په یوې بیانیه کې خبرداری ورکړی، چې که د دوی د دوښمنانو لهخوا «تېروتنه» بیا تکرار شي، تهران به د پخوانیو پړاوونو پرتله «لا ټینګ، سخت ګوزارکوونکی او ډېر زیاناړونکی» ځواب ورکړي.



































