د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ، ایران کې د روانو ولسي اعتراضونو په اړه ویلي، که د ایران حکومت پر سولهییزو لاریون کوونکو ډزې وکړي، امریکا به د هغوی د «ژغورنې» لپاره اقدام وکړي. نوموړي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې امریکا دې حالت ته چمتو ده. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ایران د ډالر د بیې او د توکو د قیمتونو د لوړېدو له امله د ولسي اعتراضونو شاهد دی، خو د ایران حکومت ویلي، چې اعتراضونه پر رسمیت پېژني او د خلکو غږ اوري.



































