په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي امیرسعید ایرواني د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې د نړۍوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور خلاف بللې دي. نوموړي په یوه بېړني لیک کې خبرداری ورکړی، چې دا ډول څرګندونې ښايي په سیمه کې کړکېچ زیات کړي. ایرواني ټینګار کړی، چې ایران د هر ډول بهرني مداخلې پر وړاندې د مشروع دفاع حق لري او د اړتیا په صورت کې به قاطع غبرګون وښيي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ، ایران کې د روانو ولسي اعتراضونو په اړه ویلي، که د ایران حکومت پر سولهییزو لاریون کوونکو ډزې وکړي، امریکا به د هغوی د «ژغورنې» لپاره اقدام وکړي.



































