د چین د بهرنیو چارو وزارت د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه د مېرمنې نیول کېدل غندلي او د امریکا دا اقدام یې «استبدادي» او د ټولو نړۍوالو قوانینو سرغړونه بللې ده. دغه زارت زیاته کړې چې دا ډول اقدام د وینزویلا له ملي حاکمیت څخه سرغړونه ده او کولی شي په لاتینې امریکا کې امنیت او سوله وګواښي. چین همداراز له امریکا غوښتي، چې د نړۍوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور له موخو او اصولو سره سم چلند وکړي او د نورو هېوادونو له حاکمیت او امنیت څخه سرغړونې پای ته ورسوي. چین او وینزویلا د انرژۍ په سکټور کې نږدې همکاري لري، او دغه هېواد له تېرو دوو لسیزو راهیسې د وینزویلا د تیلو یو لوی واردونکی دی.



































