د ایران د بشري حقونو څارونکې ډلې (هه نګاو) په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د ایران په بېلابېلو ښارونو کې د یوې اونۍ دوامدارو لاریونونو په ترڅ کې تر دې دمه لږ تر لږه ۱۶کسان وژل شوي دي. په راپورونو کې راغلي، چې دا لاریونونه د بېسارې ګرانۍ او خراب اقتصادي وضعیت پر ضد پیل شوي، چې په پایله کې یې د لاریونوالو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې شوې دي. سرچینو ویلي، چې د وژل کېدو او نیول کېدو پېښې د اونۍ په اوږدو کې د ایران دولتي رسنیو او هم د بشري حقونو د بنسټونو له لوري راپور شوې دي، خو د دواړو لوریو شمېرې له یو بل سره توپیر لري او دا شمېرې تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې. په راپورونو کې راغلي، چې دا لاریونونه په تېرو ۳ کلونو کې تر ټولو پراخ بلل شوي دي.



































