په ایران کې د لاریونونو له پراخېدو سره هممهاله هند له خپلو وګړو غوښتي چې تهران ته له سفر کولو ډډه وکړي. د هند د بهرنیو چارو وزارت دغه راز په ایران کې له خپلو وګړو غوښتي چې د لاریونونو له سیمو لرې اوسي. هغو هندي وګړو ته چې دا مهال په ایران کې د اقامت ویزې لري، سپارښتنه شوې چې د هند په سفارت کې خپل نومونه ثبت کړي. د راپورونو له مخې، دا مهال ۱۰ زره هندیان په ایران کې دي چې ګڼ شمېر یې محصلان دي. دا خبرداری داسې مهال صادر شوی چې لاریونونه د ایران ۷۸ ښارونو ته پراخ شوي دي.



































