په اندونیزیا کې د سېلابونو له امله ۱۴ تنه مړه شوي او څلور نور لا هم تري تم دي. اندونیزیايي چارواکو ویلي، چې سېلابونو سلګونه کورونه ویجاړ کړي او ګڼ شمېر خلک یې بېځایه کړي دي. د دغه هېواد د ناورین د کمښت ادارې ویاند عبدالمهاري ویلي، چې تر دې دمه ۴۴۴ کسان ځایي ښوونځیو او کلیساوو ته انتقال شوي؛ څو خوندي شي. د شمالي سولاوېسي والي یولیوس سیلوانوس هم ویلي، چې سېلابونو سلګونه کورونه او دولتي ودانۍ ویجاړې کړې دي.



































