د پاکستان په چکوال سیمه کې د یوه مسافر وړونکي بس له ګړنګه د غورځیدو له امله پنځه تنه مړه شوي او ۲۷ نور ټپیان دي. پاکستاني چارواکو ویلي، بس له اسلاماباده کراچۍ ته پر لاره و، چې د موټرچلوونکي د کنټرول له وتلو وروسته له سړکه اوښتی او یوې کندې ته و غورځېد. پاکستاني رسنیو د چارواکو له قوله ویلي، په ټپیانو کې ۷ ښځې دي چې د ځینو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی.



































