د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې امریکا د زور له لارې له وینزویلا غوښتي چې د نفتي زېرمو په برخه کې د امریکا په ګټه چلند وکړي چې په خبره یې، چین دا اقدام غندي. لین جیان وایي د «زورزیاتي» دا ډول اقدامات له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده، د وینزویلا حاکمیت تر پوښتنې لاندې راولي او د دغه هېواد د وګړو حقوق تر پښو لاندې کوي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ټينګار کړی چې وینزویلا یو خپلواک هېواد دی او پر خپلو ټولو طبیعي سرچینو او اقتصادي فعالیتونو بشپړ او دایمي حاکمیت لري. لین جیان ویلي چې په وینزویلا کې دې د چین او نورو هېوادونو قانوني او حقوقي ګټې خوندي شي.



































