د راپورونو له مخې په ایران کې د روانو لاریونونو سره هممهاله د ډالر په وړاندې د ایران د تومان ارزښت یوه بل ریکارډ یعني ۱۴۸ زره تومانو ته ټیټ شوی دی. په ایران کې وروستي لاریونونه د بهرنیو اسعارو په وړاندې د ایران د پیسو د ارزښت د تیټېدو له امله پیل شوي او لا هم دوام لري. په ایران کې روان لاریونونه، چې د روانې جدې په اوومه پیل شوي، تراوسه پکې لسګونه کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.



































