د انټرنېټ د څار ادارې نېټ بلاکس او یو شمېر نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې په ایران کې د پراخو لاریونونو له پیل وروسته، په تهران او ګڼو نورو سیمو کې انټرنېټ او مخابراتي شبکې په پراخه کچه تړل شوې دي. د راپورونو له مخې، تېر ماښام انټرنېټ په بشپړه یا نږدې بشپړه توګه پرې شوی. د بښنې نړۍوال سازمان دا کار د بشري حقونو خلاف بللی او ویلي یې دي چې د اړیکو پرې کېدل خلک له اطلاعاتو، خوندي لارو او مرستندویو سرچینو څخه بېبرخې کوي.



































