د ترکش او اېجیټ هوايي شرکتونو، د ایران، تهران، تبریز او مشهد ښارونو ته خپلې ۲۳ پلان شوې الوتنې ځنډولې دي.ترکي رسنیو ویلي، دا پرېکړه وروسته له هغه شوې چې ایران کې له تېرو دوه اونیو راهیسې پراخ لاریونونه په تاوتریخوالي اوښتي. ورته مهال، رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، چې ایران کې روان ترینګلی وضعیت د دغه هېواد د حکومت له کنټرول وتلی دی.



































