د نرخونو د کنټرول او د احتکار د مخنیوي کمېسیون په غونډه کې د روژې مبارکې میاشتې لپاره نوې نرخنامه جوړه شوې ده. په دې ناسته کې د کابل ښاروالۍ، اړوندو وزارتونو، ادارو او د سوداګریزو بنسټونو استازو ګډون کړی و. مسوولینو ویلي، چې دا نرخنامه د خلکو لپاره د مناسب قیمت او ښه کیفیت د تضمین په موخه ترتیب شوې او د پلي کېدو د ډاډ لپاره به یې دوامداره څارنه ترسره او له سرغړونکو سره به قانوني چلند کېږي.



































