اقتصادي مرستیالۍ خبر ورکړی، چې ملا عبدالغني برادر د کابل – بګرام سړک د رغولو پروژې د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې د کابل ـ بګرام سړک په بشپړېدو سره به د سیمې اقتصادي فعالیتونه چټک شي. نوموړي دغه راز د هېواد د پرمختګ لپاره د ګډ کار او له نړۍ والې ټولنې یې د مثبت تعامل غوښتنه کړې ده. اقتصادي مرستیال هیله څرګنده کړې، چې دغه پروژه به پر ټاکلي وخت او لوړ کیفیت سره بشپړه شي.



































