د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام پر خپله اېکس په افغانستان کې د ښوونې او روزنې ارزښت ته په اشارې لیکلي، چې په خوست کې یې د یوه ښوونځي ودانۍ رغولې ده. یاد سازمان ویلي، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به سلګونو ماشومانو او زلموټو ته په خوندي چاپېریال کې د زدهکړو زمینه برابره شي. د ملګرو ملتونو دغه بنسټ زیاته کړې چې دا ښوونځی د «افغانستان د ځانګړي وجهي صندوق» په ملاتړ جوړ شوی دی. له دې وړاندې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) راپور ورکړی و، چې د افغانستان ښوونیز سیستم له ګڼو ننګونو سره مخ دی او څه باندې ۹۰ سلنه ۱۰ کلن ماشومان یو ساده متن هم نه شي لوستلی.



































