د ایران او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې مشر محمود سیادت ويلي، چې ایران چمتو دی د افغانستان کرنیز او مالدارۍ محصولات په تضمیني ډول وپېري او وارد یې کړي؛ هغه اقدام چې کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه انډول رامنځته کړي او د افغانستان د عوایدو په زیاتوالي کې مرسته وکړي. نوموړي ویلي، چې د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې ایران ته د افغانستان صادرات ۱۵۶ سلنه زیات شوي، او که چیرې د خصوصي سکټور او د دواړو هېوادونو د حکومتونو ترمنځ همکاري پراخه شي، نو دا کچه به څو چنده زیاته شي. سیادت زیاته کړې، چې د افغانستان د کرنې، بڼوالۍ، مالدارۍ، پنبې، حبوباتو او غوښې ظرفیتونه د کارموندنې د رامنځته کولو، د تولید د زیاتوالي او د غیر منظمې کډوالۍ د مخنیوي لپاره ښه فرصتونه برابروي.



































