په هیواد کې د معیار او کیفیت ادارې خبر ورکړی، چې د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو او د هغوی د سیالۍ وړتیا پیاوړي کولو بهیر یې په ډېر جدیت پیل کړی دی. یادې ادارې ویلي، چې په کابل کې یې پر تولیدي شرکتونو او فابریکو منظمه او پرېکنده څارنه روانه ساتلې ده. د دغې ادارې مسوولین وایي، چې د دې پروګرام په وروستي پړاو کې څارنيزو ډلو د بېلابېلو برخو له ۱۴ توليدي فابريکو څخه ليدنه کړې ده. په دغو ليدنو کې د توليد بهير، د محصولاتو کيفيت او د ټاکل شويو معيارونو د پلي کېدو کچه په کره او ميداني ډول ارزول شوې ده. د سرچینې د مالوماتو لهمخې، هغه فابريکې چې تر څار لاندې نيول شوې دي، د بخاريو په جوړولو، د برېښنا رسولو خدمتونو، د ماشين الاتو د پرزو په توليد، د لمريزو برېښنايي سيستمونو، پلاستيکي نلونو، د بوتل جوړونې، د کارتن جوړونې او نورو صنعتي برخو کې فعاليت کوي.



































