د ایران د رېل پټلۍ ادارې اجراییوي مشر ویلي چې د افغانستان او ایران ترمنځ د رېل پټلۍ له لارې د سوداګریزو انتقالاتو کچه په بېساري ډول لوړه شوې ده. د جبار علي ذاکري په وینا، په مرغومي میاشت کې شاوخوا ۹۴ زره ټنه انتقالات شوي او تمه ده چې په سلواغې میاشت کې دا شمېر ۱۲۰ زره ټنو ته ورسېږي. نوموړي ویلي، پلان لري چې په راتلونکو میاشتو کې د میاشتني انتقالاتو کچه ۲۰۰ زره ټنو ته لوړه کړي. د دې هدف لپاره د افغانستان په روزنک او رباطپریان کې د رېل تمځایونو د پراختیا چارې هم پیل شوې دي. ذاکري ټینګار کړی چې د رېل پټلۍ د زېربناوو پیاوړتیا به د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې لا پیاوړې کړي.



































