د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست خبر ورکړی، چې د ۲۱ میلیونه افغانیو په ارزښت؛ د فاریاب ولایت د آقینې په ګمرک کې د یوه هنګر د جوړولو چارې پیل شوې دي. د ماليې وزارت د مالوماتو له مخې، دغه نوی هنګر به ۶۰ متره اوږدوالی، ۲۵ متره سور او ۹ متره لوړوالی ولري، چې په یوه وخت کې به د ۲۰ باروړونکو موټرو د تخلیې وړتيا ولري. د یادولو وړ ده، چې د یاد هنګر په جوړېدو سره به د سوداګریزو توکو د خوندي ساتلو په برخه کې د سوداګرو ستونزې هم تر ډېره بریده حل شي.




































