اقتصادي مرستیالۍ خبر ورکړی، چې د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون غونډه کې د مالیې وزارت د عوایدو د نويو فرصتونو راپور تایید شوی، چې له مخې به يې په اوږدمهال کې شاوخوا ۶۰ میلیارده افغانۍ عواید زیات شي. دغه راز د کورنیو معیارونو مسودې او له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو لېږد پایپ لاین د سروې او طرحې راپور هم تایید شوی دی.




































