عامې روغتيا وزارت ويلي، چې د پاکستاني پوځي رژيم د وروستۍ پېښې په جریان کې سلګونه هېوادوالو شهيدان شوي، چې د ځینو یې د تدفین مراسم ترسره، ځینې یې کورنیو ته د څو ورځو په جریان کې سپارل شوي؛ خو لا هم لسګونه جسدونه د طب عدلي ریاست کې شتون لري چې هویت یې نه دی معلوم. د عامې روغتیا وزارت ویاند، ډاکټر شرافت زمان وایلي، هغه کورنۍ چې د کورنۍ غړی یې لا هم نادرکه وي د کابل طب عدلي ریاست ته دې مراجعه وکړي




































