ملګرو ملتونو په جنیوا کې ویلي چې پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه د نړیوالو قوانینو خلاف دي او د ملکي وګړو د ژوند د حق سرغړونه بلل کېږي. د بشري حقونو متخصصانو ټینګار کړی چې دا بریدونه د ملګرو ملتونو د منشور خلاف دي او یوازې هغه وخت مشروع دفاع بلل کېدای شي چې لومړی له افغانستانه پر پاکستان برید شوی وای. د دوی په وینا، پاکستان تر اوسه داسې باوري شواهد نه دي وړاندې کړي چې دغه ادعاوې ثابتې کړي. اعلامیه زیاتوي چې شخړې باید په سولهییز ډول حل شي او هېوادونه باید د ترهګرۍ پر وړاندې اقدامات د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې ترسره کړي. ملګرو ملتونو دا هم ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالي د پولې تړل، د ښوونځیو بندېدل او د سوداګرۍ درېدلو لامل شوی دی.




































