د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمنشي نورلان یرميکبایف ویلي، چې یاد سازمان کولای شي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کړکېچ په کمولو کې منځګړیتوب وکړي، خو هغه وخت چې دواړه خواوې سیاسي اراده وښيي. نوموړي زیاته کړې چې د سازمان غړي هېوادونه د موجودو میکانیزمونو له لارې د تاوتریخوالي د کمولو او د سیاسي حل هڅه کولی شي، خو تر اوسه نه له اسلاماباده او نه له کابله رسمي غوښتنلیک ترلاسه شوی دی. یرميکبایف څرګنده کړې چې د افغانستان او شاوخوا سیمو ثبات د پراخ سیمهییز امنیت لپاره ډېر مهم دی.




































