د ۱۴۰۵ کال د کانکور ازموینې لومړی پړاو د غویي په ۲۱مه نېټه د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې پیلېږي. د ازموینو ملي ادارې د رییس عبدالباقي حقاني په وینا، سږکال کانکور په څلورو پړاوونو کې ترسره کېږي او ټول بهیر به په شفاف ډول پر مخ ولاړ شي. د معلوماتو له مخې، له ۱۲۰ زرو څخه ډېرو زده کوونکو نوملیکنه کړې چې شاوخوا ۱۱۱ زره او ۸۰۰ تنه به لوړو او نیمه لوړو زدهکړو ته جذب شي. مسوولین وايي چې د پوښتنو بانک معیاري شوی، آنلاین اسانتیاوې برابرې شوې او ازموینه به په دواړو ملي ژبو او ځینو بهرنیو ژبو هم وړاندې شي.




































