د ماین پاکۍ د همغږۍ ادارې د تېر کال راپور ښيي، چې په افغانستان کې د وسلو پاتې شونې او ماینونه لا هم د خلکو لپاره ستر ګواښ دی. په ټول هېواد کې ۲۱۷ پېښې ثبت شوي چې له امله یې ۹۲ کسان مړه او ۳۷۵ نور ټپیان شوي دي. د راپور له مخې، ناچاوده توکي لا هم د خلکو ورځنی ژوند له خطر سره مخ کوي. یادې ادارې ویلي، ختیځ زون تر ټولو ډېر زیانمن دی، چې ۶۷ پېښې پکې ثبت شوې، څه چې د ټول هېواد شاوخوا درېیمه برخه جوړوي. لوېدیځ زون له ۴۸ پېښو سره په دویم ځای کې دی، سویلي سیمې ۳۴ پېښې لري، او مرکزي او سوېل ختیځې سیمې په منځنۍ کچه پېښې لري.




































