په هرات ولایت کې د «فرهنګي ډیپلوماسۍ» تر سرلیک لاندې درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو. دغه نندارتون د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ او د ترکیې کونسلګرۍ په همکارۍ پرانیستل شوی. په دې نندارتون کې ۱۳۰ هنري اثار نندارې ته وړاندې شوي دي. د نندارتون موخه د فرهنګي اړیکو پیاوړتیا او د هنري ظرفیتونو معرفي کول ښودل شوي.




































