رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چېهندي اصله فنلنډۍ وګړې پریانکا چودري، چې په تبت کې د هندوانو له یوه زیارت وروسته بېرته ستنېده، د نیپال له پولې سره نږدې د یوې ویجاړونکې خټو ښویېدنې له امله ورکه شوې ده. د راپور له مخې د ناورین له رامنځته کېدو ۱۰ ورځې وروسته په تبت کې ۲۶۱ بهرني وګړي لا هم ورک دي. د ورکو کسانو کورنۍ د چین د حکومت د معلوماتو او مرستو د څرنګوالي په اړه اندېښنه او نارضایتي څرګندوي. د چودري ورور ویلي، له چین څخه د پېښې د سیمې او د ژغورنې عملیاتو په اړه یې تر اوسه هېڅ تازه معلومات نه دي ترلاسه کړي.






























